له ایران څخه له زرو زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د هرات د اسلام کلا د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې ۴۷۸په جبري او ۸۰۵ تنه نور په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي. د سرچينې په خبره ۲۰۴ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په ایران، څه باندې ۳ میلیونه په پاکستان او یو شمېر نور په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
































