د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ۴۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ټولګټو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې. په دغو پروژو کې د پاکو اوبو رسونې شبکه، استنادي دیوالونه او په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه شامل دي. د یادو پروژو د پلې کولو چارو مشر نصیراحمد رشیدي وویل چې د چک ولسوالۍ په ګلی، محمد داد او لوړ خلیلي سیمو کې ٥٦٧ متره استنادي دیوال جوړېږي. دغه راز ده وويل چې د یادې ولسوالۍ په کنجغتو سیمه کې د پاکو اوبو رسونې یوه شبکه هم جوړېږي.
































