د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د ا.ا په چارواکو غږ کړی چې له ځنډ پرته دې د نجونو ښوونځي پرانېزي. د ملګرو ملتونو له خوا د پوهنیز تحول په سرمشریزه کې ټینګار وشو چې د افغان نجونو ښوونځي باید پرانیستل شي. ګوترېش وویل پر طا لبانو غږ کوو چې ژر تر ژره د متوسطې او لېسې دورې باندې ټول بندیزونه لرې کړئ. د نوموړي په وینا د نجونو تعلیم د سولې، امنیت، او پایدارې پراختیا لپاره اساسي ګام دی. واک ته د ا.ا له رسېدو څه باندې یو نیم میلیون هغه نجونې چې په متوسطې او لیسې دورو کې یې درسونه ویل له زده کړو محرومه شوي دي.
































