ایران کې د لاريونوالو او امنيتي ځواکونو تر منځ شوي تاوتريخوالي کې پنځه کسان وژل شوي دي. دا لاريونونه تر هغې وروسته پيل شول چې تهران کې د اخلاقي امنيت پوليسو يوه ۲۲ کلنه کردۍ پېغله ونيوله او وروسته يې د کوما په حالت کې روغتون ته يووړه. ياده پېغله روغتون کې تر دوو ورځو بستر وروسته مړه شوه او پر پوليسو تور پورې شوی چې نوموړې یې شکنجه کړې وه. د دې پېښې په غبرګون کې پر تهران سربېره د ايران په کردستان ولايت کې سخت اعتراضونه او لاريونونه پيل شوي چې ويل کيږي امنيتي ځواکونو يې د خورولو لپاره په تاوتريخوالي لاس پورې کړی دی. که څه هم ايراني رسنۍ او چارواکي د تاوتريخوالي په پېښو کې لاريونوالو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو څه نه وايي، خو دغه هېواد کې د بشري حقونو د څار يوې خپلواکې ادارې ويلي چې د کردستان په مختلفو ښارونو کې پنځه تنه مړه شوي دي. دوی وايي چې پر لاريونوالو مخامخ ډزې شوې دي.
































