روغتیا وزارت وایي په تېره شپه او ورځ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷۴۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر دې وبا د اخته کسانو شمېر ۲۲ زره او ۸۹۰ ته لوړ شوی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په همدې موده کې د دې ناروغۍ له امله ۲۱ کسان مړه او ۳۱۳ نور بیا بېرته رغېدلي او له روغتونونو رخصت شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا وبا څخه د رغېدلو کسانو ټول شمېر درې زره او ۳۲۶ ته رسېدلی دی.
































