د لوړو زده کړو سرپرست وزير وايي چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره پر يوه منظم پلان کار روان دی. سرپرست وزير عبدالباقي حقاني د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال وکړې. نوموړي وويل، د لوړو زده کړو د ښه والي لپاره یې په ټول هېواد کې د اسلامي ثقافت لپاره ۸۵۶ نوي بستونه منظور کړي چې دا مهال يې د استادانو د جذب پروسه روانه ده. حقاني زیاته کړه، د تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره په هېواد کې بېلابېلې برنامې تر کار لاندې دي او په هغو پوهنتونونو کې چې د شرعیاتو پوهنځي نه وو، هلته یې دغه پوهنځي منظور کړي دي.
































