د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن ایالت اړوند سیاټل ښار د کورنیو ترهګرو لاس ته لوېدلی دی. د سپوټنیک خبري اژانس د خبر له مخې، ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي، د سیاټل ښار کنټرول کورنیو تروریستانو چې د افراطي چپیانو ( ډیموکراټانو) ملاتړ ورسره دی په لاس کې اخیستی دی. نوموړي د سیاټل ښار پر چارواکو غږ کړی دی چې ژر تر ژره باید د دې وېرونکو انارشیستانو مخه ونیسي.
































