د پاکستان د بهرنیو چارو وزير د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د نړۍ والې همکارۍ د دوام پر اړتيا خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن پر خپلې ټویټرپاڼې ليکلي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په نيويارک کې د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا له ځانګړې استازې رینا اميري سره ليدلي دي. سرچینې ليکلي چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د نړۍ والې همکارۍ د دوام پر اړتيا خبرې شوې دي. خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوی يو لومړیتوب دی. سرچينې د دې لیدنې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
































