د مالیې وزارت سرپرست هدایت الله بدري وايي، دغه وزارت د اصنافو مالياتي نورم په بې ساري ډول را ټیټ کړی او خلک هم باید د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي او د مالیاتو له ورکړې دې تېښته نه کوي. د مالیې وزارت سرپرست هدايت الله بدري نن دغه څرګندونې د کسبګرو او هټۍ والو د ملاتړ په تړاو کابل کې جوړې شوې غونډې ته وکړې. ده وويل چي د ماليې وزارت د اصنافو مالياتي نورم يې په بې ساري ډول راټيټ کړ، تر څو اصنافو ته د کاري فرصت زمينه برابره شي، ځوانان کاروبار ته وهڅول شي او د لومړنيو خوراکي توکو بیې په مناسب حالت کې وساتل شي. مالیې وزارت د روان کال د وري په ۱۶ مه، اعلان وکړ چې د کوچنيو کسبګرو او دوکاندارانو په مالياتي نورم کې بدلون راغلی. نوموړي وويل چې دغه وزارت د ماليې په راټولولو کې د رونټیا او اسانتیا رامنځته کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.
































