اسلام اباد کې د امريکا سفارت ويلي چې د پاکستان له سيلاب ځپلو سره د دوو ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت نوره مرسته هم کوي. سفارت ويلي چې ياده اندازه پيسې به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په واک کې ورکړي څو سيلاب ځپلو ته پرې اړينې مرستې ورسوي. په دې سره د پاکستان له سيلاب ځپلو سره د امريکا ټوله مرسته نږدې پنځو ميليونو ډالرو ته ورسېده. وروستيو سيلابونو په پښتونخوا، بلوچستان او سند ايالتونو کې درانه مالي او ځاني زيانونه واړول. پاکستاني چارواکو تر دې سيلابونو وروسته زيانمنو شويو ته د مرستو لپاره د ۱۶۰ ميليونو ډالرو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د سيلاب ځپلو سيمو تر ليدنې وروسته ويلي وو چې ميليونونه پاکستان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
































