د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بېوزلو کسانو ته د دوی مرستې دوام لري، خو ځینې کسان وايي دغه مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي د دوی د مرستې رسونې چارې لا هم دوام لري او یوازې یې تېره اوونۍ په فاریاب ولایت کې له ۴۰۰۰ اړو کورنیو سره د خوړو مرسته کړې ده. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، دوی روان کال په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه زیاتو افغانانو سره مرسته کړې ده. ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۱م کال کې یې په افغانستان کې ۱۴ میلیونه کسانو ته د خوراکي توکو د مرستې رسولو هدف ټاکلی و، خو افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوې او دوی توانېدلي تر ۱۵ میلیونو ډېرو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.
































