د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، پوتین چمتو دی چې په اوکراین کې پیل شوې جګړه ختمه کړي. نوموړي له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، پوتین په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره د پام وړ ګام اخیستی دی. د اردغان په خبره، له پوتین سره یې په وروستیو خبرو کې دا درک کړې چې نوموړی نور په اوکراین کې د جګړې اوږدول نه غواړي. اردوغان ویلي، په اوسني وضیعت کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې دوام ډېر ستونزمن دی. هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ ۲۰۰ بندیان تبادله شي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
































