د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه ښودلې چې د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې له تعلیم بې برخې پاتې دي. اوچا پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې له څه باندې ۳۶۵ ورځو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه شي کولی. د دې ادارې په خبره، په پاکستان کې هم وروستیو سېلابونو د درې نیم میلیونه زده کوونکو د تعلیم بهیر ټکنی کړی او په اوکراين کې روانې جګړې هم نږدې د شپږو میلیونو ماشومانو زده کړه اغېزمنه کړې ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې ټول اړخونه دې نجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
































