امريکا کې د کرونا وبا له کبله مرستو ته له بېلو شويو پيسو ۲۵۰ ميليونه ډالره غلا شوي دي. تازه څارنوالانو ۴۷ هغه کسان نيولي چې د جعلکارۍ له لارې يې د يادو پيسو غلا ته لاره برابره کړې وه. څارنوالانو ويلي چې پيسې د اړمنو ماشومانو د تغذیې له يوه پروګرامه غلا شوې او د املاکو، تجملي توکو او موټرو په پېرلو لګول شوې دي. مېنيسوټا ايالت کې د فيډينګ دې فيوچر په نوم يوې غير دولتي موسسې زرګونو خيالي ماشومانو ته د مرستې جعلي بېلونه صادر کړي او په دې توګه يې په ميليونونو ډالره غلا کړي دي. د يادې موسسې مشرې، ايمي بوک، که څه هم پر خپلې بې ګناهۍ ټينګار کړی خو د امريکا د فدرالي تحقيقاتو ادارې ويلي چې د امريکا په ټول تاريخ کې يې په دومره لوړه کچه توطيه نه وه تجربه کړې.
































