افغانستان له يو شمېر ترکي کمپنيو سره د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګرۍ ودې په موخه د دواړو لورو له خوا د ګډ کاري ټيم پر جوړېدو هوکړه وکړه او په دې تړاو به د ترکیې یو پلاوی کابل ته راشي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپلې توېټرپاڼې ليکلي چې نن د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي اړيکو ریاست په ترکیه کې د افغانستان سفارت پر همکارۍ يو اقتصادي انلاين ناسته تر سره کړه. هغه زياته کړې چې په یاده ناسته کې د افغانستان پر کانونو، ترانسپورټ، کرنې، سوداګریزو فرصتونو او د صادراتو او وارداتو د انتقال پر لارو چارو خبرې وشوې. بلخي ليکلي چې د دوه اړخيزې پانګونې او سوداګرۍ ودې په موخه، د دواړو لورو له خوا د ګډ کاري ټيم پر جوړېدو توافق وشو او په لوړه کچه به له ترکیې نه با صلاحیته پلاوی کابل ته راځي څو له افغان سوداګرو او د اړوند سکتوري وزارتونو استازو سره له نږدې توافق ته ورسي .
































