ایران کې د وژل شويو لاريونوالو شمېر نهو تنو ته رسېدلی دی. د ايران اخوندي رژيم د يوې کردۍ پېغلې د شکنجې او وژل کېدو په غبرګون کې د پيل شويو اعتراضونو د ځپلو په دوام تازه درې نور معترضين هم وژلي دي. په وژل شويو کې يو شپاړس کلن هلک هم شامل دی او ويل کيږي چې امنيتي ځواکونو پرې مخامخ ډزې کړې دي. بل پلو بيا اعتراضونه پراخ شوي او پر خواله رسنيو ځينې داسې ويډيوګانې خپرې شوې دي چې ښیي يو شمېر مېرمنې خپلو ټيکريو ته اور ورته کوي. دوی د عدالت او مساوات شعارونه ورکوي او په ځينو سيمو کې خو يې لا له امنيتي ځواکونو سره اخ و ډب هم کړی دی. د يادونې وړ ده چې د تېرې شنبې په ورځ تهران کې د اخلاقي امنيت پوليسو يوه ۲۲ کلنه کردۍ پېغله د حجاب د نه مراعات کولو په تور ونيوله. ياده پېغله وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته يووړل شوه او دوه ورځې وروسته يې ساه ورکړه. د وژل شوې پېغلې کورنۍ وايي چې پر هغې په سر ګوزارونه شوي وو. د دې پېښې په غبرګون کې په ايران کې پراخ اعتراضونه پيل شوي چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو یې ملاتړ کړی دی.
































