شمالي کوريا وايي نه يې پخوا پر روسيې وسلې پلورلې دي او نه هم په راتلونکې کې د داسې څه کولو پلان لري. د پيونګ يانګ دا غبرګون د هغو راپورونو تر خپريدو وروسته دی چې ويل کېدل، مسکو د وسلو د زيرمو د ډکولو لپاره شمالي کوريا ته مخ اړولی او له هغه هېواده يې وسلې او مهمات پېرلې دي. د دې راپورونو تر خپريدو وروسته لويديځو چارواکو وويل چې له مسکو سره د وسلو هر ډول معامله د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکونو سرغړونه ده چې توند غبرګونونه به ولري. تازه د شمالي کوريا يوه چارواکي د دغه هېواد دولتي ټلويزيون ته ويلي چې نه یې پخوا پر روسيې وسلې پلورلې دي او نه هم په راتلونکي کې د ورته معاملې پلان لري. ياد چارواکي ويلي چې امريکا او نور لويديځ هېوادونه د خپلو ناسمو پوځي او سياسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره بې بنسټه ګنګوسې خپروي.
































