ترکیې له افغانستان سره د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره د طبي وسایلو او تجهیزاتو دویمه لویه بسته هم واستوله. د ترکیې انادولو اژانس ویلي، چې په دغو تجهیزاتو کې ۱۰ وینټیلاټورونه، ۱۰ اکسیجن تنظیموونکي ماشینونه، ۱۰ دفیبریلاتورونه، ۱۰ نیبولایزرونه، ۳ پي سي آر ماشینونه، د کرونا د تشخیص ۳۰ زره کېټونه، ۲۵ زره این ۹۵ صحي ماسکونه، ۵۰ زره جراحي ماسکونه او نور لوازم هم پکې دي. ترکیې تر دې څو ورځې وړاندې هم له افغانستان سره د روغتیايي توکو او تجهیزاتو مرسته کړې وه.































