د افغانستان د ښځو د حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي د افغانستان د روانو چارو په اړه یې د پاکستان، قطر، ترکیې او اوزبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي. امیري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي ټامس ویسټ سره یو ځای يې له دغو چارواکو سره لیدلي دي. نوموړې ویلي چې په دغو خبرو کې توافق وشو چې همه شموله حکومتولي، بشري حقونه او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم او کار حقونه له طا لبانو سره د اړیکو د عادې کېدو کلي ده. نوموړې ویلي دي چې د دغو هېوادونو له چارواکو سره یې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې غونډې په څنډو کې لیدلي دي. رینا امیري دغه راز د اسلامي هېوادونو د کنفرانس له ځانګړي استازي بخیت سره هم د ملاقات یادونه کړې ده او ویلي دي چې له نوموړي سره یې په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو سره د مرستو په ګډو هڅو خبرې کړې دي. امیري وايي توافق وشو چې د نجونو د تعلیم د حق د مسئلې لپاره کمپاین باید د ښځو د کار د حق سره وتړل شي.
































