د بشري مرستو مخکښو موسسو د کاناډا له حکومته وغوښتل چې پر طا لبانو بندیزونه نرم کړي څو په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته، چې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، کومکونه ورسولی شي. د دوی په وینا د کاناډا قوانین له افغانانو سره د مرستو مخه نیسي او باید په دغو قوانینو کې د یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو په شان بدلون راوړل شي. د کاناډا د سره صلیب او امینسټي انټرنېشنل په ګډون ۱۸ خیریه موسسو ویلي، د کاناډا حکومت چې د طا لبانو رژیم منزوي کوي، د بشري مرستو لپاره د لارو په موندلو کې تر خپلو سیالانو شاته پاتې شوی دی. دوی همداراز ویلي چې د کاناډا له لوري بندیزونه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د هڅو خنډ کېږي. د ملګروملتو د اټکل له مخې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.
































