په مسکو کې چارواکو د اوکراین سره د جګړې لپاره د جبري عسکرۍ بهیر پیل کړ. روسي چارواکي وايي چې زرګونه روسان په رضاکاره ډول دغه عسکري خدمت ته چمتو شوي دي. خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړی چې په روسیې کې زرګونو کسانو ته د عسکري خدمت جلبونه استول شوي چې یو شمېر یې پوځي زده کړو ته معرفي شوي دي. د روسیې پوځ وايي د عسکري خدمت له اعلان وروسته په ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۰زره کسان خدمت ته اماده شوي، خو راپورونه وايي ځینې نور له روسیې څخه وتلي چې دې جګړې ته وانه استول شي. د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین تېره ورځ د روسیې د احتیاط ځواکونو د متحرک کولو فرمان خپور کړ. پوتین له هغه وروسته دا فرمان صادر کړ چې د اوکراین ځواکونو د خارکیف په سیمه کې له روسانو څخه ځینې نیول شوې سیمې بېرته ونیولې.
































