د جرمني پارلمان له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو د عملیاتو په اړه څېړنه پیل کړې ده. د جرمني رسنیو په وینا، د دغه هېواد یوه پارلماني کمېټه په دې اړه څېړنه کوي چې، ولې ډېری هغه افغانان چې له جرمني سره یې کار کړی، له افغانستانه نه دي ایستل شوي او د اسلامي امارت له خوا له خطر سره مخامخ دي. د جون په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې، شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان چې له جرمني څخه یې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د منلو ژمنه ترلاسه کړې، هغه هېواد ته د تللو په تمه دي. دغه راز يو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني د حکومت لهخوا ورسره همکاري نه کېده، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
































