د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي د ټولو لورو له خوا سولې لپاره وروستۍ هڅې هیله بښونکې دي.بلخوا ولسمشر غني وایي چې ډېر ژر به پاتې دوه زره نور طالب بندیان هم له بنده ازاد او راتلونکې اونۍ به د سولې په تړاو نور مهم پرمختګونه هم وشي.له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د امریکا د سولې انسټیټيوت او اتلانتیک شورا په نوښت د جوړ شوي ویډیو کنفرانس له لارې د سولې لپاره د افغانستان لیدلوری بیان کړ. ولسمشر غني هیله څرګنده کړې چې طالبان هم ټول بندیان ازاد کړي. په همدې حال کې طالبانو ویلي، چې که پنځه زره بندیان یې خوشې شي، نو په یوه اوونۍ کې به بین الافغاني مذاکرات پیل شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د بندیانو د خوشې کولو پروسه ښه روانه ده او دا یو ښه پرمختګ دی. هغه زیاته کړې چې دوی ورته د مثبت ګام په توګه ګوري، خو د دوحې تړون له مخې باید ددوی ټول پنځه زره بندیان خوشې شي، ترڅو بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي. دغه راز د بندیانو د خلاصون په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټونو کې د سولې نوي پړاو ته د داخلېدو هرکلي تر څنګ ویلي،مهمه ده چې دا بهير دوام پيدا کړي او د بندیانو د خلاصون په وړاندې شته خنډونه لرې شي. خلیلزاد ویلي، ټولې خواوې باید د مذاکراتو میز ته د ژر تر ژره ورتلو لپاره کار وکړي.
































