امريکا وايي چې ايران ته د انټرنيټ پر صادراتو لګېدلي محدوديتونه لرې کوي څو ايراني وګړي انټرنيټ ته ساده لاسرسی ومومي. دا اعلان ايران کې له پيل شويو لاريونونو سره د مرستې په موخه کيږي. ايران کې له تېرې اونۍ راهيسې د يوې کردۍ پېغلې د وژل کېدو په غبرګون کې پراخ لاريونونه پيل شوي چې اخوندي رژيم يې د ځپلو لپاره پر انټرنيټي خدمتونو محدوديتونه لګولي دي. د امريکا د خزانې وزارت تازه د جواز په صادرولو سره د ټکنالوژيکي خدمتونو کمپنيو ته اجازه ورکړې چې ايران کې خلکو ته د انټرنيټ د رسولو لپاره ازادانه اقدامات وکړي. د امريکا د حکومت تر دې پرېکړې وړاندې ايلان ماسک غوښتي وو چې د نوموړي اړوند سټارلنک کمپنۍ ته اجازه ورکړل شي څو د سټلايټ له لارې د ايران خلکو ته انټرنيټ ورسوي.































