د امریکا ولسمشر جوبایډن د غیر ناټو عمده متحد په توګه د افغانستان عضویت پای ته ورساوه. سپینې ماڼۍ پرون ناوخته د امریکا د ولسمشر هغه لیک خپور کړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې استولی. بایډن په دې لیک کې هغو واکونو ته په کتو چې د امریکا د اساسي قانون له مخې د یوه ولسمشر په توګه ورته ورکړل شوي، د غیر ناټو د عمده متحده په توګه د افغانستان عضویت پای ته رسولی دی. امریکا په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د غیر ناټو عمده متحد په توګه ونوماوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دفاعي او اقتصادي اړیکو د ساتلو لپاره لاره هواره کړه.
































