د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې د رسنیو او دولتي ادارو ستاینغونډې ته د خبرو پر مهال وویل، په افغانستان کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته هر ډول اختلافونه او اداري فساد له منځه تللي. د هغه په وینا، اوس په افغانستان کې هېڅوک تریاک نشي کرلی او کارولی چې په خبره یې دا د ا.ا لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. نوموړی وايي، د ا.ا د پالیسي له مخې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي مرکزیت ولري او له دې ځایه د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي. حنفي له نورو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي او نه هم ځان ته اجازه ورکوي چې د هغوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
































