د اقتصاد وزارت وايي، چې د اوسني حکومت د ښې حکومتولۍ له امله افغانۍ د ګاونډیو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی دی. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن ارګ کې د یوې غونډې پرمهال وویل، که څه هم د ا.ا سرپرست حکومت پر وړاندې ګڼې ستونزې او ننګونې پرتې دي، خو د ښې حکومتولۍ له کبله افغانۍ د کلدارې او ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه نه دی ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا په واکمنېدو سره افغانۍ د ډالرو پر وړاندې په کمسارې توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
































