د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال د امریکا د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ. رامز الاکبروف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګه او اوچا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سخاوتمندانه مرستې منندوی دي. د ده په وینا دغه مرستې به په افغانستان کې د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کولو او د ژوند ژغورنې پر چارو ولګول شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی په افغانستان کې د خلکو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د نږدې ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت اضافي بشري مرسته برابروي.
































