د ایران ولسمشر امنیتي ادارو ته امر کړی چې له ناامنۍ رامنځته کوونکو لاریونوالو سره سخت چلند وکړي. ابراهیم رییسي دا څرګندونې د هغه سرتېري له کورنۍ سره په ټلیفوني خبرو کې کړې چې تېره اوونۍ د لاریون کوونکو له خوا ووژل شو. بلخوا، د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا په قصدي ډول پر لاریون کوونکو د ډزو په اړه یې مستند شواهد ترلاسه کړي دي. ایراني چارواکو د تېرې یوې اونۍ په مظاهرو کې د ۳۶ کسانو مړینه تایید کړې، خو خپلواکې سرچینې وايي چې د قربانیانو شمېر تردې ډېر دی. د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، تر پرون ماښامه په ایران کې د روانو لاریونونو په پایله کې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.
































