د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک وايي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د پاکستاني د صدراعظم شهباز شريف اندېښنې د منلو وړ نه دي. د هغه په وينا، په پاکستان کې ملکي خلک د پاکستان د افغان پالیسۍ په باب د نظر څرګندولواجازه نه لري. نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ملګرو ملتونو ته د صدراعظم شهبازشریف په وینا کې افغانستان کې د ترهګرو موجودیت په اړه د هغه اندېښنه څنګه جدي ومنل شي چې خپل هېواد د طالبانو جوړونکی، روزونکی او صادرونکی دی. د پاکستان صدراعظم شهباز شريف وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسامبلې کې تور پورې کړ، چې طالبانو په افغانستان کې ګڼو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده. د شهباز شريف دغو څرګندونو د افغانانو غوسه پارولې ده.
































