د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو د قراردادونو په ورکولو کې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکول کېږي. د کانونو سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور ویلي، هڅه کوي د کانونو په برخه کې بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي. له بلې خوا د صنایعو او کانونو خونه وايي، د کانونو د قراردادونو په ورکولو کې باید لومړیتوب هغو شرکتونو ته ورکړل شي چې په هېواد کې دننه پروسس کوي. افغانستان ډیرې کاني زېرمې لري خو د هېواد ستر کانونه لا هم استخراج شوي نه دي.
































