د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند کابل کې د ټاپي ګاز نللیکې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف او د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر سره د ټاپي پروژې د عملي چارو د بهیر پر پیل هر اړخیزې خبرې کړې دي. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې ددې لیدنې پر مهال ملابرادر ویلي، اسلامي امارت د ټاپي پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري او په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. هاخوا د ټاپي ګاز نللیکې کمپنۍ اجرائیوي رئیس ویلي، چې په نېږدې راتلونکي کې به د دولتونو په کچه د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې غونډه په عشقآباد کې وشي.
































