د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې دوو وسله والو د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د کوتل غره له سره پر یوه پوځي مرکز برید کړی دی. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي، برید کوونکو پرون ماښام شاوخوا اووه بجې برید وکړ او یوازې د څو ساعتونو لپاره جګړه وشوه، خو وروسته جګړه ودرېده او برید کوونکي اوس د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند دي. نوموړی زیاتوي چې په دغه برید کې تر دې مهاله چا ته زیان نه دی اوښتی خو یوه امنیتي سرچینه وايي چې د برید د پیل پر مهال یو پولیس افسر د برید کوونکو پر ډزو لګېدلی او د ملا په برخه کې ټپي شوی دی. د بارکزی په خبره، پولیس اوس په هڅه کې دي څو برید کوونکي له منځه یوسي. د دغه برید په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
































