سعودي عربستان د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې اجازه ورنکړي چې دغه هېودا د تروریستي ډلو په مرکز بدل شي. د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فرحان بن فیصل وویل د تروریزم د ځالې په توګه د افغانستان د جوړېدو د مخنیوي لپاره د ټولو هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د چین د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، چې افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم، اصولو او قانونیت پر لور روان دی. وانګ یي وویل د یو ټولشموله سیاسي چوکاټ د منځلارې تګلارې رامنځته کول کولی شي افغانستان سم لوري ته بوځي.
































