د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په ایران کې د لاریون کوونکو ځپل نه توجیه کیدونکی او نه منل کیدونکی اقدام وباله. جوزیف بوریل د اروپایي ټولنې په استازیتوب په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اروپایې ټولنې او غړو هېوادونو لپاره یې د سوله ایزو لاریون کوونکو پر ضد د غیر مناسب او پراخې توګه قوې څخه کار اخیستل د نه منلو او نه توجیه کیدو اقدام دی. دبوریل په داسې حال کې د لاریون کوونکو پر خلاف د ایران د امنیتي ځواکونو د کړنو په هکله دا څرکندونې کوي چې هاخوا ایراني چارواکو د نارامیو د مهارولو لپاره د هیڅ نرمۍ ښودلو ژمنه نه ده کړې. په ایران کې وروسته تر هغه پراخ لاریونونه پیل شول چې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د ایران د اخلاقي امنیت د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او همالته مړه شوه. روانو لاریونونو کې تر اوسه د امنیتي ځواکونو په ګډون تر ۵۰ ډیر کسان وژل شوي دي.
































