تر هغې وروسته چې د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوه ډله ييز قبر د موندل کېدو خبرونه خپاره شول، د بشري حقونو د ملاتړ ادارو په دې تړاو د څېړنو غوښتنه کړې ده. د بشري حقونو د څار سازمان مشرې پټريشيا ګروسمن په يوه ټويټ کې ويلي، ورته ډله ييز قبرونه بايد خوندي وساتل شي چې متخصصين يې په تړاو ډاډمنې او مناسبې څېړنې وکړي. ګروسمن ويلي چې د عدالت د تامينېدو د پروسې د يوې برخې په توګه بايد ټول مشکوک جنايتونه وڅېړل شي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنېټ هم ويلي چې ډله ييزو قبرونو کې موندل کېدونکي پاتې شوني بايد ګډوډ نه شي څو د عدلي طب څېړنې پرې وشي. د يادونې وړ ده چې پرون پر خواله رسنيو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې ښيي يوه ډله خلک د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې له يوه ډله ييز قبره جسدونه را باسي. په قبر کې د موندل شويو جسدونو د شمېر او د هغوی د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه کره او بې پرې معلومات نه دي خپاره شوي.
































