روسيه کې پر يوه ښوونځي ډزې شوې چې له کبله يې ۱۳ تنه وژل شوي دي. رشيه ټوډي د امنيتي سرچينو په حواله ويلي، يوه کس نن سهار د دوو توپانچو په وسيله د مارتيا په مرکز ايژوسک سيمه کې پر يوه ښوونځي ډزې کړې دي چې له کبله يې د اوو زده کوونکو په ګډون ۱۳ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. په وژل شويو کې د ښوونځي يو ساتونکی هم شامل دی. د بريدګر د هويت په تړاو څه نه دي ويل شوي خو امنيتي سرچينو ويلي چې له ظاهري بڼې يې داسې ښکاري چې د نازيانو له ايډيولوژۍ اغېزمن و. نوموړي تر بريد وروسته ځانوژنه کړې او امنيتي ادارو يې د انګېزې په تړاو پلټنې پيل کړې دي. د ايژوسک سيمې دا ښوونځی ګڼو دولتي ودانيو ته نږدې دی چې زر زده کوونکي او اتیا ښوونکي لري.
































