قزاقستان د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د مسکو د ټولپوښتنې پایلې په رسمیت نه پېژني. د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند آیبیک صمد یاروف ویلي چې د دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپورژیا په سیمو کې چې د روسیې د پوځیانو تر ولکې لاندې دي، د روانو ټولپوښتنو پر وړاندې د آستانې دریځ د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د اصولو په اساس دی. صمد یاروف ټینګار کړی چې ولسمشر قاسم جومارت توکایف په دې برخه کې د خپل هېواد دریځ روښانه کړی دی. دغه ټولپوښتنه چې تېرې جمعې په ورځ پیل شوې نن پای ته رسېږي، د لویدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا غیر قانوني بلل شوې.
































