د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو ويلي چې ايراني واکمنان بشري حقونو ته درناوی نه لري، له همدې کبله به يې پر ځينو بنسټونو او اشخاصو سخت بنديزونه ولګوي. په بنديزونو کې د ايران د اخلاقي امنيت د پوليسو اداره هم شامله ده چې تېره اونۍ يې د مهسا اميني په نوم يوه ۲۲ کلنه کردي پېغلې شکنجه کړه او ويې وژله. که څه هم کاناډا وايي چې دا به يې پر ايران تر ټولو سخت بنديزونه وي، خو د څرنګوالي په تړاو يې بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي. تر دې وړاندې د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې هم د لاريونوالو د ځپلو له کبله پر ايران د اروپايي اتحادیې د بنديزونو د لګولو غوښتنه کړې وه.
































