د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال پاکستان ته ګوتڅنډنه وکړه چې د پورونو د ترلاسه کولو لپاره دې د افغانانو پر حيثيت لوبې نه کوي. ستانکزي نن کابل کې يوې غونډې ته وويل چې د افغانستان ا.ا د پاکستان ټولې ستونزې درک کوي خو اسلام اباد ته نه ښايي چې له نړيوالو د پورونو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان د وسيلې په توګه وکاروي. ده وویل پاکستان راباندې ۴۰ کاله تجارت وکړ او نور دې بس کړي. د ستانکزي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې د پاکستان د لومړي وزير د هغو څرګندونو په غبرګون کې وې چې ويلي يې وو افغانستان د ترهګرو پر پټنځای بدليدونکی دی. د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل چې پاکستاني چارواکي دې د لويديځوالو د خوشاله کولو لپاره پر نړيوالو سټېجونو د کلام عفت نه تر پښو لاندې کوي. نوموړي دغه راز ادعا وکړه چې امريکايي ډرون الوتکې له پاکستانه افغانستان ته راځي او اسلام اباد ترې په ميليونونو ډالره اخلي. ستانکزي د پاکستان پر ملت غږ وکړ چې د خپلو چارواکو د دې چټلې سوداګرۍ مخه ونيسي. د ا.ا دغه چارواکي وويل چې له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، خو په وينا يې چې که د نورو دوه مخي دوام کوي د ا.ا مجاهدين يې په لسګونه زره کيلومتره وړاندې ځغلولی شي.
































