د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش امنيت شورا ته په خپل درې مياشتني راپور کې د ا.ا له چارواکو غوښتي چې د مېرمنو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټيز حقونه خوندي کړي. ګوتريش په خپل راپور کې چې نن خپور شوی ويلي چې ط البانو د افغان مېرمنو پر بنسټيزو حقونو او ازاديو سخت محدوديتونه لګولي دي. ګوتريش د بېلګې په توګه د نجونو د ښوونځيو نه پرانيستل کېدو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې افغانستان د نړۍ يوازينی هېواد دی چې نجونې پکې د زده کړو له بشپړ حق څخه محرومې دي. راپور کې د ا.ا پر چارواکو غږ شوی چې د ښځو بنسټيزو حقونو ته درناوی او د ازاديو ساتنه يې وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې ټاکل شوې نن ماښام امنيت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي. ټاکل شوې چې دې غونډه کې د افغانستان پر وضعيت او د ا.ا د مشرانو پر سفرونو د بنديزونو د معافيت په تړاو خبرې وشي.
































