د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره يا اوچا وايي چې تېرو اتو مياشتو کې طبيعي پېښو څه باندې ۲۲۳ زره افغانان زيانمن کړي دي. اوچا ويلي چې طبيعي پېښو د افغانستان په مختلفو سيمو کې زرګونه کورونه ويجاړ کړل او دغه راز يې په زرګونو څارويو ته هم تلفات واړول چې له کبله يې د افغانانو اقتصادي وضعيت لا پسې خراب شو. د اوچا د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډير زيانونه په سويلي او ختيځو ولايتونو کې خلکو ته اوښتي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ويلي چې د جون مياشتې زلزلې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې څه باندې ۸۵ زره تنه او ورپسې اورښتونو او سيلابونو هم په سويلي او ختيځو ولايتونو کې لسګونه زره تنه زيانمن کړل. اوچا وايي چې د طبيعي پېښو له کبله افغانانو ته په داسې حال کې زيانونه اوښتي چې وار له مخې ۲۴ ميليونه افغانان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.
































