کورنیو چارو وزارت وايي د کابل ښار په څلورمه کارته کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې چاودنه شوې چې په کې د یاد جومات د ملا امام مولوي عزیز الله مفلح په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، نن ماسپښین د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال په جومات کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې د یاد جومات ملا امام عزیزالله مفلح او درې نور لمونځ کوونکي وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. عیني شاهدان وايي چې چاودنه د جمعې د لمانځه ادا کېدو پر مهال وشوه او ټپیان یې روغتونونو ته ولېږدول. دا په داسې حال کې ده چې لنډه موده وړاندې د وزیر محمد اکبر په جامع جومات کې هم چاودنه وشوه چې په کې د دغه جومات ملا امام ډاکتر محمد ایاز نیازي په ګډون دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان وو.
































