د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي. د جرمونو نړیوالې محکمې د ټرمپ پر پرېکړه ژوره خواشیني څرګنده کړې. دې محکمې ویلي چې د ټرمپ اقدام د منلو نه دی او دا د (ای سي سي) په قضایي چارو کې د مداخلې مانا لري. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې رییس جوزف بورېل هم د ټرمپ د پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. ټرمپ پرون یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې د جرمونو د نړیوالې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي بندیزونه او د سفر محدودیتونه لګېږي. په دې بندیزونو کې هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې د امریکا د پوځي او استخباراتي چارواکو د تورونو څېړنه کوي.
































