د امریکا د دفاع وزارت په یوه راپور کې اعتراف کړی چې تېر کال یې په افغانستان کې ۱۲ ملکي وګړي وژلي دي. د سي ان ان د خبر له مخې، د امریکا دفاع وزارت په یوه راپور کې ویلي چې ځواکونو یې ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې افغانستان کې د نظامي عملیاتو پر مهال ۱۲ ملکي کسان وژلي او پنځه نور يې ژوبل کړي دي. له دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یواځې پر دې اعتراف کړی و، چې په کابل کې د یوه بې پیلوټه هوایي برید پر مهال یې د یوې کورنۍ لس کسان وژلي وو. دغه برید تېر کال د اګست په ۲۹مه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر بشپړ وتلو یوه ورځ مخکې پر یوه شکمن موټر شوی و. دامریکا دفاع وزارت دغه راز ویلي چې تېر کال د جنورۍ په اتمه یو ملکی وګړی په هرات او یو بل د همدې کال په اګست میاشت کې په کندهار کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي وو. سرچینې زیاته کړې چې تېر کال په کندهار کې هم د بې پیلوټه برید پر مهال دوه ملکي وګړي ټپیان شوي وو.
































