د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون د هغو افغانانو د دوسيو څېړل پيل کړي چې تېر کال د تخليې ماموريت په لړ کې له هېواده ايستل شوي وو. امريکايي رسنيو ويلي چې پنټاګون دا اقدام د دوو سناتورانو ران جانسن او جاش هاولي په غوښتنه کړی دی. يادو سناتورانو تر دې وړاندې د امريکا ملي امنيت ته د احتمالي ګواښ د پېښېدو خبرداری ورکړی و او ويلي يې وو چې امريکا ته د وړل شويو هغو ۳۰۰ افغانانو دوسيې سمې نه دي څېړل شوې چې د پنټاګون په نظارتي لېست کې شامل وو. د پنټاګون په نظارتي لېست کې د هغو کسانو نومونه شامليږي چې د امريکا ملي امنيت ته مستقيم ګواښ ګڼل کيږي. امريکايي سناتورانو ويلي وو چې په نظارتي لېست کې شامل ځينې افغانان له پلټنو پرته امريکا ته لېږدول شوي او د ځينو خو ان نومونه له ياده لېسته ايستل شوي دي.
































