د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو امنیت شورا غونډه ته د ناورې استازې ویلي چې له طالبانو سره باید اړیکې وساتل شي او په وینا یې د افغانستان منزوي کیدل نه د افغانانو او نه هم د نړیوالې ټولنې په گټه دي. نوموړې همداراز ویلي چې طالبانو د افغانستان بیارغونې پر ځای د افغانانو د حقونو محدودولو لاره غوره کړې او اوس افغانستان په نړۍ کې یوازېنۍ هیواد دی چې پکې له نجونو څخه د زده کړو حق اخیستل شوی دی. دغه راز دې غونډې ته د گانا استازي ویلي چې د زده کړو حق د ټولو انسانانو له اساسي حقونو څخه دی. نوموړي په طالبانو غږ کړی د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه ورکړي او په افغانستان کې د افغان نجونو لپاره ثانوي ښوونځي پرانیزي.
































