ولسمشرۍ ماڼۍ، د مصالحې عالي شورا، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، پخواني ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د امریکا سفارت او د یو شمېر نورو لورو لخوا په کابل کې نننۍ چاودنه غندل شوې ده. دوی ټولو د داسې پېښو د عاملینو د پېژندلو او عدالت ته د را کشولو غوښتنه کړې ده. نن ماسپښین د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې د ملا امام په ګډون پکې څلور کسان ووژل او اته تنه نور ټپیان شول. طالبانو نننی برید غندلی او دا یې د استخباراتي کړیو کار بللی دی. طالبانو ویلي، په داسې حال چې موږ د سولې په لور ګامونه اخلو یو شمېر کړۍ په جوماتونو له بریدونو سره د خلکو د ناهیلې کولو په هڅه کې دي.
































