کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست اسد عباس ويلي چې اندېښنې څرګندول بايد دښمني ونه ګڼل شي او نه هم بايد د کابل او اسلام اباد د اړيکو په تړاو د يوې وينا پر بنسټ قضاوت وشي. د هغه اشاره د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف هغو بېځايه څرګندونو ته وه چې ويلي وو، افغانستان د ترهګرو پر پټنځای بدليدونکی دی. هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډې ته په وينا کې ادعا کړې وه چې د سيمې او نړۍ ځينې ترهګرې ډلې افغانستان کې را ټولې شوې او د سيمې د هېوادونو امنيت ګواښي. د افغانستان ا.ا دا څرګندونې بې بنسټه بللې وې او د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال خو ان ادعا وکړه چې پاکستان په ورته غيرمسوولانه څرګندونو سره له نړۍ د پورونو د ترلاسه کولو په هڅه کې دی. هغه وويل چې پاکستان څلور لسيزې د افغانستان پر سر چټله سوداګري وکړه او اوس هم هڅه کوي چې د افغانانو پر حيثيت لوبې وکړې او خپلو خلکو ته ډوډۍ پيدا کړي.
































