د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ ويلي چې د افغان سولې پروسه کې د پخواني حکومت او ط البانو ويشلي نظرونه د دې پروسې د ناکامۍ سبب شول. ويسټ واشنګټن کې يوه فکري مرکز ته په خبرو کې ويلي چې پخواني حکومت د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون د ساتل کېدو، د غني د حکومت د دوام او په واک کې د مشارکت غوښتنې کولې چې عملی نه وې. ويسټ وايي په مقابل لوري کې بيا يوې ډلې دوحه کې د سولې مذاکرات کول او بلې ډلې په کويټه کې پرېکړې کولې. هغه زياته کړې چې د ط البانو پرېکړه کوونکې ډله بريالۍ شوه او په زور يې واک ته د رسېدو لاره غوره کړه. ويسټ د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل او دغه راز له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام هم ټينګار وکړ. ده زياته کړه چې هېواد يې تېر يوه کال کې له افغانستان سره د ۱.۱ ميليارد ډالرو مرسته کړې ده. نوموړي دغه راز اعتراف وکړ چې بشري مرستې د افغانستان د ستونزو حل نه دی او اړتيا ده چې د اقتصادي ثبات لپاره يې د يوه سيستم پر جوړولو کار وشي.
































